
بښني نړیوال سازمان ايمنسټي انټرنيشنل په غزې داسرائیلو بریدونه جنګي جرمونه بللي دي.یادسازمان ویلي، په غزه کي بې له پوځيجواز څخه په قصدي توګه ودانۍ اوکورونه نړول شوي دي او په قصدي توګه دولسي خلکو عام وژنه شوې ده.دمنځني ختیځ لپاره دايمنسټي انټرنيشنل مشر فلپ لوتر په یوه خبري کانفراس کي ویلي، اسرائيلو په تیر اګسټ میاشت کي په غزه کي ډیره بربادي او تباهي جوړه کړې ده او انساني حقوق يې ترپښولاندي کړي دي.نوموړي ویلي، دغزې دبربادۍ او هلته دسلګونو کسانو دوژني عادلانه تحقیق دي وشي او مجرمین دي دعدالت مېز ته راکاږل شي.دلوتر په خبره، اسرائیلو په غزه کي په قصدي توګه عام وژنه کړې ده.په دغزې داسرائیلو په یرغلیزو ۵۰ ورځنیو بریدونوکي چي داګسټ په میاشت کي پای ته ورسېدل تر۲۱۸۹ زیات کسان شهیدان شول، چي زیاتره یې ښځي، ماشومان او ولسي وګړي وو.دحماس او اسلامي جهادپه بریدونو کي داسرائيلوله شمېرو سره سم ۶۷ اسرائیلي پوځیان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول، خو دحماس او اسلامي جهاد له راپور سره سم، په دغه ۵۰ ورځنۍ جګړه کي يې په سلګونو اسرائیلي عسکر وژلي دي.داسرائیلو په دغه وحشیانه بریدونو کي په زرګونو فلسطینیان ټپیان شول، ترسلو زرو زیات فلسطینیان بې کوره شول او تر۲۰ زرو زیات کورونه او ودانۍ پکي تخریب او یانیمهتخریب شوې.داسرائيلو په دغو یرغلیزو بریدونو کي غزې ته په ميلیاردونو زیان هم ورسیدو، چي اوس مهال اسرائيل دمرستندویه هیوادونو له لوري دغزې دبیارغولو او جوړولومخه هم نیسي.دیادوني وړ ده، دغزې په جګړه کي امریکالهاسرائيلو سره دبمونو، توغندیو او نورو جنګي وسائلو مرسته کړې وه او دامریکاپه ګډون داروپازیات شمېر هیوادونو په غزې داسرائیلو له یرغل څخه خپل ملاتړ اعلان کړیوو.دحماس او اسلامي جهاد له لوري دتوغندیو دور ویشتلو په مقابل کي چي کله داسرائیلو دفاعي سيسټم له ناکامۍ سره مخ شو، دهمدې جګړې په مهال دامریکاکانګریس دسلګونو میلیونو ډالرو دمرستي ژمنه ورسره وکړه، چي اسرائیل خپل دفاعي سیسټم پرې پیاوړی کړي.امریکاتل له اسرائیلو سره چي دنړۍ یو مجرم او جنګي هیواد بلل کیږي، پوځي مرسته کړې ده او اسرائیلو دامریکاپه مټ په غزې، لبنان او نورو هیوادونو جګړې کړي دي.
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0